IQNA

په عراق کې د قرآن د ښوونکو د مهارت زیاتولو  دریم پروګرام پیل شو

13:24 - February 10, 2026
د خبر لمبر: 3492430
ایکنا - د عراق د قرآن ښوونکو د مهارت‌ زیاتونې  دریم پروګرام د دغه هېواد د علوي سپېڅلي آستان د فکري او فرهنګي چارو د دارالقرآن په هِمت پیل شو.

د ایکنا د راپور له مخې، د علوي آستان د دارالقرآن د مسؤل مرستیال، امیر کسار، په دې اړه وویل: دا د مهارت‌ معلومونې پروګرام د تدریس د نوې او پرمختللې طریقو پر بنسټ د پرمختللو درسي موادو په وړاندې کولو سره، د تجوید د قواعدو او د قرآن کریم د علومو په برخې کې د نوښت تر څنګ، د قرآن د ښوونکو د مهارتونو پراختیا په خپل کاري لومړیتوب کې ځای پر ځای کړې ده.

احمد النجفي، چې د دغه پړاؤ  له استادانو څخه دی، وویل: وړاندې شوي علمي مطالب په  اوسمهاله او ساده سټایل چمتو شوي دي، او زما وینا په دې پروګرام کې د «استنباطي تلاوت» موضوع ته ځانګړې شوې ده، ځکه چې استنباطي تجوید د آوايي مباحثو او صرفي قواعدو سره مستقیم تړاو لري او د قرآن زده‌کوونکو ترمینځ د تلاوت د قواعدو د عملي درک په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

دا پروګرام د علوي سپېڅلي آستان د قرآني او علمي فعالیتونو د لړۍ په چوکاټ کې، د علمي وړتیاوو د لوړولو او په ټولنه کې د قرآن د رول د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

په همدې لړ کې، ضیاء عباس، چې د عراق د «واسط» ولایت څخه د دې دورې له ګډونوالو څخه دی، وویل: دا دوره د قرآن د تدریس په برخه کې، په ځانګړي ډول د کلام د فصاحت، د تجوید د قواعدو د تطبیق او د اړوندو لغتونو د کارونې په اړه مهم مطالب وړاندې کړل.

همدارنګه، عبدالاعلی الصالحي د بصرې ولایت څخه وویل: د دې پروګرام تعلیمي طریقې پرمختللې وې او د عباسي آستان له شته ټکنالوژیکو وسایلو څخه په ګټې اخیستنې سره وړاندې شوې.

هغه زیاته کړه: په دې پروګرام کې د تجوید تاریخي عوامل او ریښې وڅېړل شوې، د نوې تعلیمي وسایلو کارونه تشریح شول او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

https://iqna.ir/fa/news/4333287

captcha